پاکستان د ناورین په درشل کې دئ
سلام خان سلام خان

 

 

تیر کال د ناټو له لوري په یوه هوایي برید کې د ۲۴ پاکستاني سرتیرو تر وژل کیدو وروسته د پاکستان او امریکا اړیکې تر اخري حده خرابی شوې،تر دې پېښې وروسته پاکستان د ناټو اکمالاتي لاره وتړله، د متحده ایالاتو څخه ئې د بخښنې غوښتلو او د بې پیلوټه الوتکو د بمباریو د درولو غوښتنې وکړې،د دواړو هیوادونو تر منځ ډیره بې باوري موجوده ده، ۶۳ کلن لاهور میشته پاکستانی لیکوال او ژورنالیست احمد رشید په خپل نوی خپاره شوی کتاب کی خبر داری ور کړی دی چی اړیکي اوس هغه حالت ته نه راگرځي. په دې مانا چې پاکستان هغه وخت متحده ایالاتو ته اجازه ورکړې وه چې هر څه چې غواړي په پاکستان کې دې وکړي. وضعه یو ځل بیا هغه حالت ته  نه راگرځي او پاکستان د ګډوډی او انارشي پر لور روان دئ،هغه په خپل کتاب کې د پاکستان او امریکا د متحده ایالاتو د ترینگلو اړیکو د رغولو په اړه وړاندیزونه کړي دي. د رشید په کتاب کې همدا راز له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د پوځيانود وتلو د ستراتیژۍ او له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په اړه هم وړاندیزونه شوي دي.

د رشید نوی کتاب «پاکستان د پاڼ پر سر: د امریکا، پاکستان او افغانستان راتلونکې» نومیږي چې تیره اونۍ په متحده ایالاتو کې خپور شوی دئ. د رشید په دغه کتاب کې د سیمې په اړه ټکان ورکوونکې څیړنې شوې دي.

لاهور میشته دغه پاکستاني ژورنالیست چې په لیکوالي کې د څو جایزو گټونکی هم دئ په خپل پنځم کتاب کې وایي چې د هغې څخه ویره لري چې پاکستان د یوه ناورین په درشل کې دئ. هغه د پاکستان دولت او هم د اوباما اداره پر دې تورنه کړې ده چې د بن لادن د وژنې په شمول ئې داسې څو پېښې رامنځ ته کړي دي چې د دواړو هیوادونو اړیکې ئې خړې پړې کړي دي،احمد رشید په خپل کتاب کې وایي چې د پاکستان د ستونزو د ډیریدو اصلي لاملونه د متحده ایالاتو پر مرستو تکیه کول، پر پوځ او استخباراتو د حکومت د کنترول نه شتون، د اقلیتونو نه خوندیتوب او د پاکستاني طالبانو د نورو وسله والو ډلو تر کنترول لاندې سیمو کې د ثبات نه راوستل، دي،هغه زیاتوي چې هر څومره چې په پاکستان کې وسله والې ډلې ډیر کنترول تر لاسه کوي، د امریکا له پاره ستونزې نورې هم ډیروي،احمد رشید د خپل دغه کتاب د عنوان په اړه په یوه مرکه کې ویلي دي چی

پاکستان د یوه ناکامه دولت له پاره ټول ظرفیتونه لري،دغه لیکوال چې څو ځله په مرگ گواښل شوی دئ او د «فارن پالیسې» په نامه د مجلې له خوا د نړۍ پر ۱۰۰ متفکرو انسانانو کې شمیرل شوی دئ وایي زه ډیر داسې احساس کوم چې د دولت د کنترول او قدرت نه شتون به په دې مانا وي چې د هیواد په مختلفو برخو کې به گډوډي او انارشي لا هم پسې ډیره شي،احمد رشید په خپل نوی کتاب کی دا هم ویلی دی چی له طالبانو سره معا مله حیاتی بڼه لرې،احمد رشید ادعا کوي چې د اوباما ادارې له خوا د افغانستان د سولې له بهیر څخه د پاکستان لیرې ساتل، د افغانستان د جگړې او له دغه هیواد څخه د امریکا د وتلو د ستراتیژي په اړه له پاکستان سره خبرې نه کول، د امریکا او هندوستان تر منځ د اقتصادي اړیکو پراخیدل هغه څه دي چې پر امریکا باندې ئې د پاکستان بدگماني لا پسې ډیره کړې ده،د هغه په خبره پاکستان هم د امریکا د غوښتونو د عملي کولو له پاره لازمې هڅې نه کوي. رشید له امریکا او پاکستان څخه غوښتي دي چې خپلې اړیکې ښې کړي. هغه وایي:  چی پاکستان باید زیات چمتووالی ولري چې وښیي چې د کومو شرطونو سره حاضر دئ چې د طالبانو پټنځایونه له منځه یوسي. او له بل پلوه له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د وتلو د پلان په اړه باید له پاکستان سره خبرې وشي.د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې د افغانستان د شخړې د پای ته رسولو له پاره ډیرې اړینې دي. احمد رشید وایي چې پاکستان د اوږدې مودې راهیسې د طالبانو مشرانو ته پناه ورکړې ده او باید د امریکا او طالبانو تر منځ په مذاکراتو کې شریک کړای شي،رشید زیاتوي چی په افغانستان کې سیاسي حل لارې ته په رسیدو کې تر ټولو اساسي مسئله د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته سوله ده. تاسو نه غواړئ چې افغانستان د کورنۍ جگړې په حالت کې پریږدی،طالبان او امریکا د یو څه مودي راهیسي په قطر کې د سولې په خبرو اترو بوخت دي. خو په افغانستان کې د قرآن شریف په گډون د یو شمیر دیني کتابونو سوځیدل او د یوه امریکایي سرتیري له خوا د ۱۶ ملکي وکړو وژل هغه څه دي چې په وروستیو کې ئې د سولې خبرې له ستونزو سره مخامخ کړي دي،احمد رشید پخپل کتاب کې ویلي دي چې اوباما د دې له ډاره چې په ټاکنو کې رایې له لاسه ور نه کړي د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې نه کوي. هغه ویلي دي چې د امریکا په ټاکنو کې و ولسمشرۍ له پاره بل کاندید هم د افغانستان د سولې په اړه یو واضیح پروگرام نه لري. رشید ویلي دي چې امریکایي مشران نه پوهیږي چې څه وکړي.

 له بله لوری په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال الن په واشنګتن دامریکا دمشرانو جرګی دسنا مجلس دوسلوالو ځواکونو کمیسیون ته په خپلو ځرګندونو کی ویلی دی، چې د پاکستان دحکومت استخباراتي اداره ( اى اېس اى) اوس هم له طالبانو او حقاني ډلې سره اړيکې لري، په عین حال کی د امريکاد ولسمشرۍ پخواني کانديد سناتور جان ميکن د ايساف له قوماندان څخه وپوښتنل، چې له طالبانو او حقاني ډلې سره د اى اېس اى  په اړيکو کې دې کوم توپير ليدلى ؟ جنرال الن په جواب کی وويل  نه ما نه ليدلى دى.

هغه زياته کړه چې پاکستانۍ استخباراتي ادارې اوس هم له طالبانو او حقاني ډلې سره اړيکې لري او په دې اړيکو کې کوم تغير نه دى راغلى،سناتور جان ميکن د غونډې پر مهال ویلی دی چې د ولسمشر کرزي د حکومت اداري فساد او طالبانو سره د اى اېس اى مرستې په افغانستان کې د امريکا د برياليتوب پر وړاندې دوه عمده ننګونې دي،د امريکا د مشرانو جرګې د غونډې پر مهال د ايساف عمومي قوماندان جنرال جان الن هم د جان ميکن د يادو څرګندونو ملاتړ کړی دې.پای .


March 24th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی